ایکنانیوز د آوا له قوله راپور راکړ، دطالبانو دحکومت دکورونیو چارو وزارت په دغې اعلامیې کې راغلي دي، په خواشینۍ سره د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د ناپیژاندو مخ پټو ترهه ګرو په لاس د میرمنو پشمول څو بې ګناه کسان شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
په دغې اعلامیې کې راغلی دي ، د طالبانو حکومت ددغه نه بخښونکي جنایت په محکومیّت سره ددغې پيښې دقربانیانو له کورینو سره خواخوږي څرګندوي او د شهیدانو لپاره له خداوندمتعاله د جنت الفردوس او دټپیانو لپاره هم دشفا دعا کوي.
په دغې اعلامیې کې همداراز وئيلي شوي ، داخله چارو وزارت دغه شان ترهه ګر اقدامات دافغانستان او دافغانستان د ولس ددښمنانو کار ګڼي او ډاډ ورکوو چې ددغه شان پیښې جنایتکاران به وپيژندل او دقانون منګولو ته وسپارل شي.
د تیرې جمعې په ورځې مازدیګر د افغانستان به هرات ولایت کې په جبرائيل ولسوالۍ کې ناپیژاندو کسانو په یوه ګاډي برید کړی چې دوو شیعه عالمانو پشمول دهغوي د کورنۍ شپږ غږي پکې شهیدان شوي دی. یاده دې وي چې څو ورځې مخکې هم دهرات ولایت په انجیل ښارګي کې هم ناپيژاندو مخ پټو ترهه ګرو دوه شیعه عالمان شهیدان کړي دی.
https://iqna.ir/fa/news/4185305